" عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. " بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ نٓ وَ الۡقَلَمِ وَ مَا یَسۡطُرُوۡنَ ۙ
      FM RADIOS-Listen Live

ادبي تنقيد څه شے دے۔؟

څنګه چي د ادبي تنقيد اصول او ضوابط وي ۔ دغسې د ادبي تنقيدهم خپل اصول او ضوابط دي ۔ لکه يو فن پاره دوه مخه کتلے شي ۔ چې په دې کښې څه پش کېږي ۔ او څنګه پېش کېږي ۔ دغه څه ؟ اوڅنګه د پاره په تنقيد کښې دوه نومو نه موجود دي مواد او هئت يعني څه شے پېش کېږي (مواد څه دي) ۔ څنګه پېش کېږي (هئيت څه دے) ۔ د دې دواړو ترمينځ د جسم او د روح تعلق دے ۔ دا دواړه يو بل نه نه شي جدا کېدے ۔ په يو فن پارې پوهېد او د نورو پوهه کولو او په هغې د نورو خلقو پوهه کولو د پاره يو نقاد دواړه جدا کولو باندې مجبوره وي ۔ د دې دواړو درې د جسم او د روح تعلق دے ۔ دا دواړه يو بل نه نه شي جدا کولے نو په يو فن پارې پوهېدو او په هغې د نورو خلقو پوهه کولو د پاره يو نقاد دواړه جدا کولو باندې مجبوره وي ۔

د ادبي تنقيد اولنے کار دا کتل وي چې يو فن پارې کښې چې کومه تجربه پېش کولے شي يا په هغې کښې کوم جزبات او خيال ليکلے شي ۔ د هغې څه اهميت ايا هغه يو معمولي څيز دے يا تازه او فکر انګيز څيز دے ۔

د ادبي تنقيد بل قدم دا کتل دي چې فنکار خپله تجربه پر سچر انداز کښې وړاندې کوي يا نه ؟ ځکه چې د پېش کولو انداز هغه څيز وي او د دې د پاره فن پارې کښې دلچسپي پېدا کوي ۔ او د دې پاره فن کار د ډېرو فني وسائلو نه کار اخلي ۔

څنګه چې يو مصور خپل تجربه د رنګونو په شکل کښې پېش کوي داسې يو شاعر يا اديب خپله تجربه يا خيالات او جذبات په الفاظو کښې پېش کوي ۔ الفاظ د ده د اظهار ذريعه (Medium) وي ۔ شاعري يا ادب صرف د الفاظو تکرار نه وي بلکې يو کلام يا فن پاره ليکل د موضوع يا د الفاظو د ترتيب نه پس جوړيګي ۔ ځکه دا د ادبي تنقيد د توجو مرکز وي د تنقيد دبستانونه ډېر داسې دي چې هر يو سړے د خپلې نظرئي مطابق تعريف کوي ۔

ډېر نقادان وائي چې د ادب يا شاعري د اشتراکيت په بنيادونو ده يا نه ده ۔ څوک دا وائي چې دا د مذهب او اخلاقو تعليم ورکوي ۔ يا نه ورکوي ۔ څوک وائي چې د فن پارې نه ماحول او زمانه سرګندېږي ۔ ډېر نقادان يو شاعر ته د دې څيزونو نه لرې اوسېدو مشوره ورکوي ۔ خو اصل خبره دا ده چې شعر او ادب کښې نظريه کېدل او نه کېدل مطلب نه دے ۔ ادبي تنقيد دا ګوري چې ادب واقعۍ ادب دے هم او که نه ۔ ادبي تنقيد دا محنت او کاوش هم په نظر کوي چې کوم په يوفن پارې صرف کېږي اکثر مونږ د فن کار د محنت نه نا خبره يو ۔ او دا پته نه وي چې د څومره محنت نه ورستو دا فن پاره مونږ ته را رسېدلې ده ۔

که چرې مسوده ملاو نه شي نو مونږ ته به دا پته څنګه لګي چې چا شاعري ليکلې او چا نثر ليکلے يا د شيکسپئر يا ويلليم بليک شاعري څنګه وه يا ئي څه ليکلي دي ۔

په ادب په ډېر ځايه تنقيد کېدے شي لکه که څوک وائي چې ادب يا شعر آمد وي نو هلته دا وئيلے کېدے شي چې که چرې شاعري آمد وے نو علامه اقبال چې کومه شوعري کړې ده هغه په هغې ډېر محنت کړے او هره مصرعه ئي ډېر ځله بدل کړې ده او بيا اخر دغه سر ته رسولې او پوره کړې ده ۔

د دې نه مونږ دا مطلب اخيستے شو چې شاعرې آمد نه دے بلکې په يو مسوده ليکلو وخت ضائع کېږي ۔ او د يو محنت نه ورسوسر ته رسي او مخې ته راځي نو په دغه وجه شاعرئ ته مونږ صرف آمد نه شو وئيلے بلکې د آورد کردار پکښې هم وي ۔

آمد : هغه شاعري چې شاعر پکښې خپل د طرف نه څه محنت نه کوي او ليکي يعني قدرتي وي ۔

آورد: هغه شاعري چې شاعر ئي د يو محنت او کوشش نه ورستو ليکي ۔


د کروشے تنقيدي نظر{Benedetto Croce 1866-1952}

بيني ديتو کروشے (يا کروچے) يو اطالوي مفکر وه ۔ اګر چې هغه خپله د با ذوقه اطالوي افکارو نه متاثره وه خو او ښه په واضحه ئي د هغوي اعتراف کولو خو چې د کومو خلقو مطالعه ئي کړې وه ۔ د هغه روحاني وطن جرمني وهاو دا د هغه په فلسفه کښې د جرمني افکارو ګهرائي په نظر راځي او د هغه د نظريا تو نه ادبي تنقيد هم ښۀ متاثره دے ۔

د شلمې صدئ په تنقيد کښې ډېر ابهام دے ۔ او ډېر داسې نظريات دي چې د يوبل نه په واضحه طور مختلف او متضاد دي ۔ په دغه صدئ کښې فکري انتشار ډېر وه او کوم چې د هغه وخت د ذهني وسعتونو پېژندګلو هم کوي ۔ د دغه صدئ په نقادانو کښې کروشے يو ستر نوم لري ۔ هغۀ په فن او تنقيد کښې د اظهاريت د نظريې دعوه کوي.

۔ فکري پس منظر:

د کروشے تنقيدي نظرياتو ماقبل موجود فکري عناصرو سره رابطه کتلو يا پېژندلو د پاره د موجوده مختلف نظرياتو باندې يو نظر اچول ضروري دي ۔ د تنقيد تاريخ مختلف رنگونه لری ۔ په يو فن پارې تنقيد يا د هغې خوبئ او خامئ بيانول په داسې الفاظو کښې کول چې (ښه او اوچت ده) يا (ښه نه ده) د تنقيد ابتدائي شکل کېدے شي۔ د ايکيلس د ډهال په باره کښې د ايليډ دا الفاظ "شاندار کام کا مرقع ہے" تر اوسه په د يورپ په ادب کښې موجود فني لحاظ سره اولنے تنقيد ګڼلے شي ۔ د قديم يوناني ادب مطالعه کوني کولے شي چې د "ډهال" په ځاے داسې الفاظ د شاعرئ په باره کښې وګوري ۔ خو چې کله د ادب وسيع او فراخه ذخيره مخې ته راغله نو داسې قسم تاثراتي طريقه ناکافي ثابت شوه ۔ که چرې د تنقيد راے ته څه اهميت ورکولے کېږي نو د محاکمې څه اصول او معيار به هم ټاککلے شي ۔ او دا کار د ټولو نه اول د اصول تنقيد يو لوې استاد ارستو کړے وه ۔ هغه د خپل دور او ماقبل زمانه ادب لوستو نه ورستو د دغه ادب کلي نتائج واخيسته او د استقرائي اصولو يو سلسله وړاندې کړه ۔ کومه چې تر ننه يو ښه تنقيدي ماخذ ګنلے کېږي ۔

څنګه چې ارسطو د استقرائي تنقيد باني ګڼلے کېږي داسې هورېس Horace عدالتي تنقيد (Judicial method of Critisisim) باني ګڼلے کېږې ۔ په دې تنقيدي فکر کښې ده د ارستو نه استفاده کړې ده ۔ خو بيا دې تنقيدي اصول ته يو درجه ورکړے شوه کومه چې يو پوره مکتب يا قانون ته ورکولے شي ۔ او د فنپارو قدروقيمت د يقيني معيارونو مطابق په بېرحمه طريقه کېخودل شوروع شو ۔ او دې سره د تنقيد کار د يو فن پارې سزا او جزا ورکول شو ۔ کوم ته چې عدالتي يا(Judicial) تنقيد نوم ورکړے شو۔ هر يو نقاد خپل د خيال مطابق وېنا کړې ده ۔ لکہ پہ فرانس کښې بائيلو Boileau ، لي با سو Le Bossu او ريپين وغېره اهم نقادان دي۔ د انګلستان نقادانو کښې سډني او ډرائډن شامل دي خو دو صرف زباني خبره کړې ده ۔ يعني په پوره ډول ئي نه ده قبول کړې ۔ دې سره نور ډېر دبستانونه هم وه چې کوم مخې ته راغله چې د کوم ابتداء چې د افلاطون او پلاطينيوس نه کېږي ۔ خو دا تنقيد د ادبي تنقيد په ځاے د انسان فلسفيانه فکر ته زيات نذدې دي۔

د کروشے تنقيدي نظريات او جائزه :

کروشے هم اصل کښې د فني شاهکارو د محاکمې قائل دے خو د هغه مطابق د محاکمې يو خاص مفهوم وي ۔ او يقين پرې هم کوي ۔ چې تقريبا ټول نقدان د ده تاکيد کوي ۔ هغه په "جمالياتي او ادبي تنقيد " کښې ليکي : " اگر یہ سوال کیاجاے کہ کسی فن پارے پر محاکمے کا کیا مطلب ہے تو فن کے سب نقاد بیک آواز کہیں گے اس کو اپنی ذات میں دوبارہ پٰدا کرنا ، یا اس تجربے کی اپنی ذات میں بازیافت " ظاهر ده چې دا لفظ judge يا "محاکمه کول" نه مراد معني نه اخلي لکه چې څنګه اېډمنډ کوسي (Edmond Gosse) نے انسائکلوپيډيا يا برټانيکا کښې د تنقيد تعريف کښې دا الفاظ استعمالوي ۔ هغه وائي چې ۔ ” تنقيد کسي جمالياتي معروضکي قدر و قيمت کا صحيح فيصله کول دي۔“ د تنقيد تخليقي تجربې باز آفريني ده: د کروشے د تنقيد بنيادي مقصد يو فن پاره په خپل ذات کښې دوباره ټخليق کول دي او هغه په وړاندې بوتلل دي چې مقصد به ترې څنګه حاصلېږي د کروشے دا خيلال دا هم واضحه کوي چې که چرې مونږ دا خبره تسليم کو شې د فني يا تصوراتي تمثال هوبه هو کتلو نه بغېر په فن پارې پوهېدل کېدے شي نو حقيقت په خپل ځائ پاتې کېږي ۔ په يو فن پاره د پوهېدو له پاره دا خبره ضروري ده چې مونږ يا خو ځان هغه سانچه کښې واچوو او يا خپل سوچ او فکر هغه ځاے ته و رسو

فن کار پخپله يو نقاد دے

: د کروشے د وېنا مطابق فنکار پخپله هم يو نقاد دے ولې چې همېشه هغه د خپلې نظريي تاکيد کوي او په دغه تناظر کښې هغه يو فن پاره تخليق کوي۔ دا دعوه هغه په "چند خلل اناز يا "حائيل عناصر" Disturbing elements " کښې په دې انداز کوي: ”جلدبازی ،جہوٹاغرور ،قلت تدبیر اور نظریاتی تعصب وغٰرہ لوگوں سے یہ کہلوانے او دوسروں کو اس کی بات پر یقین کرنے کا سبب بنتے ہیں ۔کہ ان کا فن پارہ نہایت عمدہ اور حسین ہے ۔ حالانکہ اگر ہم اپنے بطون کو اپنے اوپر ظاہر کر دیں تو وہ ہمیں نہایت برے اوربھدے معلوم ہوں گے جیسا کہ حقیقت ہوتے ہیں۔“ د دې نه دا معلومېږي چې يو ليکوال او تخليق کار چې کوم منظر صفا ستره ويني کېدے شي چې نور خلق هغه په هغه انداز کښي نه ويني او هغوي پکښې د څه نه خرابي ويني ۔ خو که هغه فن پاره د فنکار په نظر و کتلے شي نو هغه به بلکل صفا او واضحه شي۔


About us| Privacy Policy| Terms & Conditions| Disclaimer| Contact us                                ہمارے با رے میں | پرائیویسی پالیسی| شرائط و ضوابط| دستبرداری| رابطہ|

© 2024-2028 VOA Pakistan       |       Follow us: Facebook | Youtube | Twitter/ X | Instagram |

وزٹرز کی تعداد: لوڈ ہو رہا ہے...